دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون سمعي او بصري څانګې الامارة سټوډیو د(طاغوت شکست) په نوم یوه نوې ویډیو ترتیب او نشره کړه .
دیادي ترتیب شوې ویډیو اکثره برخه په جهادي صحنو پوښل شوې، خوله معمول سره سم په اوله برخه کي یې یوه لنډه مقدمه راوړل شوې ،په مقدمه کې هغه ټکو ته اشاره شوي چي پرمسلمانانوتیري کونکي یرغلګر الله جل جلاله په دې اوسني وخت کې په کومو غذابو وځپل او د دوی په پناه ځایونو کي هم دوی له مرګه خوندي پاتي نشول . له مقدمې ورورسته په ویډیو کي دافغانستان داسلامي امارت دکنړ ولایت دمجاهدینو دغزاوو او فتوحات عکاسي شوې صحنې په پرلپسې ډول ووډل شوي دي کوم چې په کنړولایت کې دیرغلګرو په وړاندي ترسره شوي دي .
په اخیرنۍ برخه کي یې دننګرهار ولایت دشیرزادو په ولسوالۍ کې دمجاهدینو له لوري دبریالیو عملیاتو او بریاوو په اړه هغه څه رابرسېره کړي دي چي دښمن یې په خپله خوله اعتراف هم کړي خوحقیقت بل څه دی .
دالامارة ویب پاڼي مینوالو ته د ویډیوکتلو لپاره دالامارة جهادي سټوډیو همکارانو لاندي لینکونه ترتیب کړي دي ترڅو مینوال وکولای شي ویډیو په کمپیوټر او موبایل کې وګوري او خپل کمپیوټر یا موبایل ته یې هم کښته کړي
http://shahamat-movie.com/index.php?option=com_webplayer&view=video&wid=106
افغانستان